اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د برېښنا ترسيل نظام بهترۍ په حقله چارو لپاره د اړوندو ??حكمو چارواكو ترمېنځه د قوي رابطو جوړو??و امر كړې دې ۔ وزيراعظم دا امر د برېښنا او ??وا?? پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو ٬ كومه چې د نهې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د برېښنا وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د پټروليم وزير جام كمال ??ان ٬ د اړوند ډويژنونو سكېترانو ٬ د سوئي نادرن ګاز پائپ لائنز اېم ډي ٬ د آئل كمپنو د مشاورتي كونسل چيف اېګزېكټو افسر ٬ د اټك ريفائنري چيف اېګزېكټو افسر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ته هېواد كښې د برېښنا او ??وا?? طلب او رسنې په موجوده وضعه بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د دې عزم پخلې وشو چې هېواد كښې نه يوازې ښه برېښنا موجوده ده بلكې په راتلونكو مياشتو كښې د ضرورتونو ترسره كولو لپاره پېداواري استعداد هم شته۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د تېرو څو ورځو په مهال ?? برېښنا تعطل د برېښنا كمبوت نه بلكې په ډسټري بيوشن كمپنو كښې د تكنيكي وجوهاتو له امله رامخې ته شوې ٶ۔ وزیراعظم د برېښنا ترسيل نظام بهترۍ په اړه چارو لپاره د اړوندو ??حكمو چارواكو ترمېنځه د قوي رابطو جوړو??و امر كړې ۔ وزيراعظم ټولو ډسكوز ته د ترسيلي نظام په ځائ د سات??و او د بهترۍ راوستو امر هم وكړو دغسې چ?? پېداوار كښې د اضافې له مخې د تعطل نه غېر د برېښنا وركړه ممكنه شي او عام وګړي دې څخه استفاده وكړي