اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ ته تل پام كړې٬بلوچستان ډېرې قدرتي وسيلې لري٬ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د بلوچستان د مستونګ كېډټ كالج د زده كونكو پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وك??ې۔وزيراعظم زده كونكو سره په خبرو كښې ووئيل چې د اتلسم بدلون ن?? پس د اولسي خذمت زياتره ادارې صوبو ته منتقل شوي دي خو سره د دې هم وفاقي حكومت تل د صوبې او د دې اولس پرمختګ اهميت وركړې۔وزيراعظم ووئيل چې بلوچستان د تېل٬ګاز٬معدنياتو٬قيمتي دهاتونو او د بندر ځاې پشمول ډېرې قدرتي وسيلې لري او ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده زده كونكو ته هدايت وك??و چې خپل پام دې تعليم او كار ته وګرځوي او وې وئېل چې زده كونكو ته به ?? پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان خذمت لپاره خپل تعليم او كار ته پام كول وي۔پھ دې صورت كښې هغوي ښه پوزيشن ترلاسه كولې شي او د صوبې خذمت به وك??ی شي۔وزيراعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وك??ه چې د مستونګ كېډټ كالج زياتره زده كونكي وسله والو ځواكونو كښې ګډون كوي او د هېواد خذمت كوي۔په دې موقع د وزيراعظم خ??ص مرستيال علي جهانګير صديقي او د قامي اسمبلۍ غړې شنزه فاطمه خواجه زده كونكو ته د حكومت د انتظامي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔زده كونكو د وزيراعظم د دفتر د بېلا بېلو برخو دوره وك??ه