اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاكستان به د نورو نه د خپلې ګټې ساتنه ك??ي۔ د يو سازش ترمخه په اسلامي نړۍ كښې د مسلمانانو وينه تويولې شي۔ د ټولې نړۍ سترګې دا مهال پاكستان ته دي۔ مونږ له به د اسلامي نړۍ يو والي له فعاله پېشرفت كول ??ي۔ ده ووئېل كه پخوانو حكمرانانو د خپل اقتدار دوام له سمجھوته نه وه كړې نو امريكائي ج??ګ به د پاكستان په خاوره نه و شوې۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېټۍ غونډه كښې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ دې نوټس واخستلې شي او پارلمان دې خبر كړې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مولانا فضل الرحمن ٬ ډاكټر شېريں مزاري ٬ شاه جي كل آفريدي او نورو غړو لخوا پورته كړې شويو نكاتو په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل كومه مسئله چې په دې ايوان كښی پورته كړې شوې هغه مهمه ده۔ د بشري حقونو غونډې صورتحال په اړه به د راروان ګل په ورځ پارلمان خبر كړو۔ ده ووئيل زمونږ چې كوم موجوده حالات دي په دې كښې په چا تور لګولو په ځائې اول خپل ګرېوان كښې كتل پكار دي۔ دا مهال اسلامي هېوادونه د خپل ګاونډي هېواد ??برې اورېدو ته تيار نه دي۔ ده ووئېل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې افغانستان ته داعش چا راوستې۔ داعش ختم شوې نه دے بلكې خپله پته ئې بدله كړې عراق څخه افغانستان ته منتقل شوې۔ خارجه وزير ووئيل ځكه پاكستان هدف جوړ شوې ولې چې د ټولو امت سترګې پاكستان ته دي۔ ك?? مونږ پخوا امريكې ته وسله غورځولې نه وه او د ذاتي ګټې لپار?? مو سمجھوته كړې نه وه نو امريكائي ج??ګ به پاكستان ته نه راتلو۔ده ووئېل دغه كسانو ته حكمراني دومره خوښه وه چې دې لپاره ئې د خپل هېواد ??ودا وكړه۔ ده ووئيل په سعودي عربستان كښې دا مهال چې څومره پاكستاني عسكر موجود دي پخوا د دغې شمېره دې څخه ډېره زياته وه۔ ولې زمونږ پالېسي دا پاتې شوې چې پاكستاني عسكر د سعودي عربستان د حد دننه خپلې ذمه وارۍ ترسره ك??ي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان د بل چا نه بلكې د خپلې ګټې ساتنه ك??ي۔ وفاقېس وزير ووئېل پارلیمان كه په دې معامله بحث كوي نو جدي بحث ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې امن غواړو۔ خواجه اصف ووئبل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې سره د نړيوالو ځواكونو د افغانستان په خاوره پاتې كېدل د نشائي توكو پېداوار څو چنده زيات شوې او 43 فيصد سيمې د طالبانو په قبضه كښې دي۔ په داسې حالاتو كښې تور په پاكستان لګولې شي۔ ده ايوان له باور وركړو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېټۍ په غونډه كښې د پاكستان نمائنده د غېر حاضرۍ به پلټنې وكړې شي۔ كه د مواخذې حاجت پېښ شو نو هغه ب?? هم كولې شي