اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د خزانې دوهم وزير رانا افضل وئيلي دي حكومت ته د بهرنيو ادائيګو په اړه هېڅ مسئله نشته۔ د ډ??لر رېټ تعینول د مارکیټ عوامل كوي۔ راروان بجټ به اولس دوست وي۔ كه حاجت وو نو ټېكس به تر محدود حده زياتوؤ۔ دوهم وزير د شورؤ په ورځ د اے سي سي اے تر سېوري لاندې د پاکستان لیډرشپ کنورسېشن 2018ء پرانستې غونډې ته خطاب او ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل تر جون مياشتې د درې اربه ډ??لر څخه زياتې بهرنۍ ادائيګۍ كول دي او د دې بندوبست شوې۔ په دې اړه هېڅ مسئله نشته۔ ده ووئېل اسټېټ بنک د 12 ارب ډ??لر څخه د زيات رقم پنګې لري۔ دې سره سره ??ور هم ډېر څيزونه پائپ لائن كښې موجود دي۔ ده ووئيل د ډ??لر تر 115 روپې رېټ مناسب دے۔ د ډ??لر قيميت زياتېدو سره برآمدات به هم زيات شي۔ ده ووئېل د ډ??لر قيمت تعين ماركيټ كوي مونږ دې كښې هېڅ لاسه وهنه كولې نه شؤ۔ په دې لړ كښې به ټولو له خپله ذمه واري ترسره ??ول وي۔ دې څخه وړاندې خپ خطاب كښې ده ووئيل پاکستان دا مهال د نړيوالې سرمايه كارۍ مركز دے او د اوسني حكومت د غوره ??الېسو او صنعتي او تجارتي پرمختګ له د پورته كړې ګامونو په سوب نړيوالې ادارې د پاكستان په لور راځي۔ چې ورسره به د ملازمتونو ??و كاروبار نوې موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د هېواد تعمير او پرمختګ هڅو ??ښې د يو بل مرسته كول وي۔ په دې مهال د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن نعیم زمیندار هم خطاب وكړو۔ ده خپل خطاب كښې د پاكستان حكومت سرمايه كارۍ سره اړوند پالېسۍ په ډاګه كولو سره سرمايه كارو ته وركړې كېدونكو اسانيو او مراعاتو څخه ګډون كوؤنكي خبر كړل