نیو یارك 07 اپریل (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیرې مل??حه لو??ھی وئيلي چې ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مشن په نړيواله اداره كښې د کشمیریانو غږ دې، پاکستان په اخلاقی او قانونی بنیادونو د مقب??ضه جمو او کشمیر اولس کېس په نړيوال فورم كوي۔ کشمیریانو سره د يووالي څرګندونې دستورې ته خپل خطاب کښې مل??حه لو??ھی ووئيل ما د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل صدر ګستاوو ریډو لوفو ویلسکوټیز له د مقب??ضه جمو او کشمیر په خراب صورتحال بریفنګ وركړې۔ دې ګډون كونكو ته ووئيل د سلامتی کونسل صدر ته مې د هند د اړخه په لائن آف کنټرول د جنګ بندۍ زيات شوې خلاف ورزیو په اړه وئيلې دي چې دا خلاف ورزۍ او په کشمیریانو ظلمونه د نړيوال امن او سلامتیا لپاره لوئ خطر دې۔ مل??حه لو??ھی ووئيل د ملګرو ملتونو ته مې د کشمیریانو د خپلواكۍ حق وركولو ذمه واری یاده كړه او دا مې هم ووئيل چې د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل ایجنډا كښې د اوږدې مودې راهسې ??وج??د ده او د کشمیری اولس سره په شوې لوظونو تر اوسه عملدرآمد نه دې شوې۔ دې ووئيل د کشمیر مسئله دا مهال هم ملګرو ملتونو كښې ژوندۍ ده او دا مسئله به تر هغه وخت ملګرو ملتونو كښې ژوندۍ وي تر څو چې دا مسئله کشمیری اولس هيلو ترمخه حل شوې نه وي۔ دې ووئيل هند په کشمیر كښې په بې ګناه وګړو سخت ظلمونه كوي ۔ دې ووئيل د بی جے پی حکومت به د کشمیریانو د آزادۍ تحریك ته زيان رسولو كښې چرې هم بيالې نه شي او تر څو چې د کشمیر مسئله حل شوې نه وي مونږ به د کشمیریانو اخلاقی ، سیاسی او سفارتی حمایت روان ساتو۔