اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كش??ير كښې د هند د روانې رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې په مقبوضه كش??ير كښې په بې ګناه كش??يريا??و د هند بې دريغه تشدد او انتهاخوښي په منطقه كښې د سلامتيا صورتحال لپاره ډېره خطرناكه ده٬ د تشدد او انتهاخوښې په كومه لار چې هند روان دے٬ د دې نتيجې په منطقه كښې د امن په اړه ښې نه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په حقيقت كښې هند د يو منظم پلان له مخې د كشميريانو نسل كش?? كوي چې دغسې د كشمير ډېموګرافي بدلولو سره د هند په حق كښې شي۔ ده ووئيل چې د مقبوضه كش??ير د مسئلې حل يوازې د ملګرو ملتو??و د قراردادو??و د نفاذ او د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل چې د كشمير په اړه د هن?? ناولې څېره په تندې سره نړۍ ته په ډاګه كېږي۔ پاكستان د نړۍ په ټولو فورمو??و د كش??يريا??و د حقونو غږ پورته كوي۔ پاكستان به تر هغه وخت د كشميريانو سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔