اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د ??شم??ر او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په مقبوضه ??شم??ر كښې ??ه تش لاسې ??شم??ري اولس د هندي ځواك زور ظلم او زياتې روان دے بلخوا نرېندر مودي د مقبوضه ??شم??ر دوره كولو سره د نړۍ په غړېدلو سترګو د لاس اېښودلو هڅه كوي۔ وفاقي وزير په مقبوضه ??شم??ر كښې د روانې هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه كوله۔ ده ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د ??شم??ر او ګجرات مسلمانانو په وينو رنګ دي او هم دا سبب دے چې مقبوضه ??شم??ر او په ټوله نړۍ كښې ??شم??ريان دده په ضد احتجاج كوي۔ ده ووئيل يو اړخه ته هند مقبوضه ??شم??ر كښې د رمضان مباركه مياشت كښې د ډز بندۍ خبره كوي او بلخوا ??ه تېرو دوه ورځو كښې يو شمېر ??شم??ري زلمي بې ګناه شهيد كړې شول۔ وفاقي وزير ووئيل د ??شم??ر مسئلې حل يوازې د ملكرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو او د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ چوهدري محمد برجیس طاهر ووئيل هند بايد د ??شم??ر په اړه خپله انتها خوښې رويې ترك كړي او دا حقيقت ځان ته وړاندې كولو سره ومني چې کشمیري اولس په هېڅ صورت د هند ناجائزه تسلط نه مني او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د خپلې وينې آخري قطره هم وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ??شم??ر او فلسطين په شمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ستونزو سره مخ دي او دوئي د ظلم نښه جوړولې شي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د ستونزو يوازنې حل دا دے چې ټول مسلمانان د يوالي څرګندونه كولو سره د ??شم??ري او فلسطيني اولس لپاره په ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړي او دوئي ته ددوئي حقونو وركولو هڅو كښې د يو ځانګړي عزم څرګندونه وكړي