مدینه من??رہ ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د حاجيانو اسانيو لپاره مدينه من??ره كښې هم د پاكستانو حاجيانو چارو دفتر تر سېوري لاندې بېلې څانګې شپه او ورځ كار كوي۔ 3 زره څخه زيات حاجيان مدينې من??رې ته رسېدلي دي ۔ د تفصيلات ترمخه 14 جولائي څخه د پېل شوي حج فلائټ آپرېشن په وړمبو دوو ورځو كښې 3 زره څخه زيات حج كوؤنكي مدينه من??ره ته رسېدلي دي ۔ په درېمه ورځ د لا 2 زره حج كوؤنكو راتللو انتظامات بشپړ كړې شوي۔ د مذهبي چا??و وزارت د سركاري سكيم ترمخه حج كوؤنكو لپاره مدينه من??ره كښې حرم ته نزدې د استوګنې انتظام كړې۔ په دې كښې 3، 4 او 5 سټار هوټلې هم شاملې دي۔ حج كوؤنكو ته درې وخته تازه خوراك وركولې شي۔ دوئي مدينه من??ره كښې د جنت البقيع ٬ مسجد قبا، مسجد قبلتین، مسجد جمعه او ?? احد د شهيدانو زيارت هم كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سركاري حج سكيم تر سېوري لاندې حج كوؤنكي به 8 ورځې مدينه من??ره كښې پاتې كېدو نه پس اول عمرې او ??يا حج كولو له مكې مكرمې ته رسولې شي۔