اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شېري رحمن وئيلي دي پیپلز ګوند اقتدار كښې راتلو سره به اولس ته د ژوند بنيادي اسانۍ وركړي۔ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې دې ووئيل پاکستان پیپلز ګوند د سندھ سيمو كښې د اولس پرمختګ او ??وك??لۍ لپاره ډېر كارونه كړي دي۔ هيله ده چې د دغې كاركردګۍ په ??نياد به اولس پيپلز ګون?? ته ووټ وركړي۔ دې ووئيل بلاول بھټو زرداری په ګرد هېواد كښې خپل انتخابي مهم په ??وره ډول روان ساتلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل جمهوریت لپاره د كركې او احتجاج سياست بايد ختم كړې شي۔ دې ووئيل انتها خوښي ٬ غېر مهذب ژبه كارول او د تورونو سياست هم د ترهګرۍ يو سبب دے۔ دې هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو له د ټولو سياسي ګوندونو يو ځائې ناستې په ??اجت ??ور راوړو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د عبوري حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو سياسي ګوندونو ګيلې لرې كړي۔