اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پټروليم او قدرتي وسېلو وفاقي وزير غلام سرورخان وئيلي دي د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې راروانې ته وړاندې كو??٬ د پټروليم مصنوعاتو د بيعې ټاكنه به د نړيوالو منډيانو او ټېكس تر مخه كو??ې شي٬ پي پي اېل په سانګهړ كښې د تېلو كو??ې لټولې چې هره ورځ به ترې 91 بېرل تېل ترلاسه كېږي٬ هېواد كښې د تېلو پېداوار 15 فيصده دے او 85 فيصده درآمد كو??ې شي ٬ كرپشن به په هېڅ ډول ونه زغموو٬ سركاري ګاډې به نه كاروم٬ د وزارت چارواكي دې په 19 ساعتو كښې زياتې ګاډې وزارت او اړوندو څانګو ته واپس كړي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ ??ه پټروليم وزارت كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل زه د وزارت د ذيلي څانګو پحقله بريفنګ غواړم٬ زياتره كم??نۍ په اېډهاك ازم ساتلې شوې ۔ وفاقي وزیر ووئيل د يوې څانګې چيف اېګزېكټو ته د بلې كم??نۍ ذمه وارۍ وركړې شوې ٬ ځېنې چوكۍ خالي هم وې٬ چرته چې چا سره دوه چوكۍ دي ھغه به ختمولې شي٬ خالي چوكۍ به خاص پروفېشنل ته وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ ډېرو لويو چېلنجونو سره مخ يو دا يو ټېكنيكل وزارت دے٬ زمونږ مقصد څيزونه سمول دي٬ مونږ به د خپل مشر پېروي كو?? او زه به هم يو سركاري ګاډې نه ساتم۔ ده ووئېل د وزارت او ټولو كم??نو خرڅونه به كم??ٶ٬ مونږ له د پاور لاسز د كم??لو هڅې كو??ې دي٬ كرپشن به نه برداشت كو?? ٬مونږ له په مثبت سوچ مخ په وړاندې تلل دي ، پرېكړې به په اجتماعي توګه كو?? ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځېنې لوظنامې پټې ساتلې شوې ٬ ټولې لوظنامې به پخپله ګورم او دا به په وېب پاڼه هم لوډ كو??٬ كېدې شي چې د نېب نه وړاندې مونږ خپله كاروائي وكړو