پېنډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان وئيلي دي پاكستان ??ه د چا په جنګ كښې برخه نه اخلي٬ زمونږ پاليسۍ د قام بهترۍ لپاره دي٬ نن هېواد د مسئلو سره مخ دے خو د عظيم هېواد جورولو لپاره عزم لرو٬ چې كوم قام يو موټې وي نو اعلٰې مقام ترلاسه كوي٬ تر منزله رسېدو به هر وګړي له د خپلو ذمه واريو احساس كول وي۔ وزیراعظم عمران ??ان ??ا خبرې 6م ستمبر د دفاع او شهيدانو ورځې په لړ كښې د پوځ په مركزي دفتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئېل زه د شهيدانو قربانيو ته سلام كوم او ما ته نن هم د 65 19د جنګ د ډزو غږونه ياد دي۔ ده ووئيل د 65 19په جنګ كښې د قام جذبه د ليدلو وه٬ وزيراعظم ووئيل زه د ترهګرۍ په ضد د جنګ خلا ووم د كوم بل چا په جنګ كښې دښمن زمونږ ګټه پورته كړه۔ ده ووئېل زه تاسو ټو??و سره لوظ كوم چې پاكستان ??ه كله هم د بل په جنګ كښې برخه نه اخلي او زمونږ خارجه پ??ليسۍ به هم د قام بهترۍ لپاره وي۔ ده ووئيل پاك پوځ د ??وږ هېواد پېشه وره او د احترام وړ اداره ده ٬ ده ووئېل په سياسي لاس وهنه ادارې تباه كېږي ٬ مونږ له خپلې ادارې قوي كول پكار دي۔ ده ووئيل پاك پوځ يوازنۍ اداره ده چرته چې مېرټ باوري كړې شوې او پوځ كښې سياسي لاس وهنه نشته۔ ده ووئيل لوي څښتن زمونږ هېواد ته سره زر٬ سپين زر٬ تانبا٬ ګاز ٬ برېښنا اور نور معدنيات وربخښلي او هېڅ ډول كمې نشته خو ادارې قوي كول دي۔ ده ووېيل پاكستان يوازنې هلېواد دے كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې ٬ وزيراعظم عمران ??ان ووئېل حضورۖ د نړۍ تر ټو??و عظيم لارښود ؤ او قرآن پاك د سيرت النبيۖ نه د زده كړې امر كوې۔ ده ووئيل نبي كريم ۖ د مدينې په رياست كښې د مېرټ نظام معرفي كړې ٶ او مونږ له به د مدينې رياست د غوره اصولو له مخې مخ په وړاندې تلل وي۔ وزېراعطم د ترهګرۍ په ضد د وسله والو ځواكونو ٬د ستخباراتي ادارو٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د قام قربانيو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع وفاقي وزيران ٬ چوهدري فواد حسېن٬ پروېز خټك٬ شاه محمود قرېشي٬ شېخ رشيد احمد٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد با??وه ٬ د سول او پوځي چارواكو سره سره پ??رلماني غړو او د شهيدانو كورنيو په ګن شمېر دستوره كښې ګډون كولو۔