د هند لخوا په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ خلاف ورزيو كښې شدت راغلې

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان دا خبره په ډاګه كړې چې د هند لخوا په لائن آف كنټرول د ډز بندۍ خلاف ورزيو كښې شدت راغلې دے٬ هند مقبوضه كشمير كښې خپلو جرمونو څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره جعلي فلېګ آپرشن كولې شي٬د مقبوضه کشمير اولس د اسلامي رياستونو مضبوط ملاتړ ته سترګې په لار دے۔ ده دا خبرې د متحده عرب امارات ولي عهد محمد بن زېد سره د جمعې په ورځ د ټېلي فون د لارې كړې۔ وزيراعظم ھغه ته ووئيل مقبوضه کشمير كښې بشپړه لاك ډاٶن او كرفيو د څلورو اوونېو نه روانه ده چې په نتيجه كښې ئې د بشري حقونو صورتحال كړكېچن كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په دې نازكه موقع د پاكستان اولس هم د يو اے اي پشمول د او آئي سي هېوادونو څخه زيات اميدونه لري۔ ده په دې خبره زور رواړو چې نړيواله رورولۍ له دا ډېره ضروري ده چې ھغوي كرفيو او نورو بندېزونو خاتمې لپاره په سمدستي توګه ګامونه پورته كړي او د كشميريانو د ژوند او د حقونو تحفظ وكړي۔ د يو اے اي ولي عهد د تازه صو

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں