د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به هېواد ډېر زر د پرمختګ په لاره روان شي۔ په پخوانو دورونو كښې د بدعنوانۍ او كمېشن انتها شوې۔ اعجاز شاه

image

نکانہ صاحب ۔ 22 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به هېواد ډېر زر د پرمختګ په لاره روان شي۔ په پخوانو دورونو كښې د بدعنوانۍ او كمېشن انتها شوې۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ ننكانه صاحب كښې د مسلم ليګ نون لارښود او د يونين كونسل نبي پور پخواني كانديد چيئرمېن پير فېصل اعجاز شاہ او دده د سوؤنو په شمېر ملګرو په پاكستان تحريك انصاف كښې د شاملېدو اعلان كولو په موقع دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال پير فېصل اعجاز شاه د وفاقي وزير اعجاز شاه د غېر مشروط ملاتړ اعلان كړو۔ داخله وزير ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت ته بې شمېره مسئلې ميراث كښې پاتې شوي دي۔ وزيراعظم ددې مسئلو حل له هڅې كوي۔ داخله وزير ووئيل زما حلقه كښې 40 څخه زيات كلي داسې دي كومو كښې چې د ګاز رسنې په منصوبو تندۍ سره كار روان دې۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو د ټول هېواد په ډول به ننكانه صاحب كښې هم اولس ته بدلون په نظر راشي

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں