خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د هند خارجه وزير جے شنكر د تقریر په مهال د سارك خارجه وزيرانو كونسل كښې ناستې څخه انكار وكړو

image

نیویارك 26 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه جمو او كشمیر كښې د هند د اړخه روان د بشري حقونو خلاف ورزیو ترمخه خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د هند خارجه وزير جے شنكر د تقریر په مهال د سارك خارجه وزيرانو كونسل كښې د ناستې څخه انكار كړې دې۔ خارجه وزير د هند خپل همڅنګ د تقریر بائیكاټ كولو سره ووئيل د هند لاسونه د بې ګناه كشميريانو په وينو كښې رنګ دي، ځكه زه د سبرامنینم جے شنكر تقریر نه اورم۔ مخدوم شاہ محمود قریشی به د سارك وزيرانو پھ غونډه كښې ګډون كوي خو د هند خارجه وزير په تقریر كښې به ګډون نه كوي۔ خارجه وزير پريكړه په مقبوضه كشمیر كښې روان د هندی ظلمونو تر ختميدو او كرفیو لري كولو سره مشروط كړې۔شاہ محمود قریشی ووئيل هند له به ټولو كمشيريانو له د بشري حقونو تحفظ وركول وي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں