2020 به اولس لپاره د خوشحالۍ كال وي٬ د ټولنې د بې وسه طبقو خېرښګړې لپاره به د پروګرامونو دائره پراخه كولې شي٬ نرښځو لپاره د صحت انصاف كارډ اجراء خوشبينه ده

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد د معاشي ستونزو نه خلاصېږي ٬ 2020 به اولس لپاره د خوشحالۍ كال وي٬ د ټولنې د بې وسه طبقو خېرښګړې لپاره به د پروګرامونو دائره پراخه كولې شي٬ نرښځيو لپاره د صحت انصاف كارډ اجراء خوشبينه ده٬ په ماضي كښې د نرښځيو كميونټي نظر انداز كړې شوې٬ زمونږ حكومت به دوي ته هر ډول تحفظ وركوي۔ د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان دا خبرې نرښځيو لپاره د صحت انصاف كارډ وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه۔ وزيراعظم دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل نرښځيو لپاره د صحت انصاف كارډ اجراء خوشبينه ده او په دې اقدام ډاکټر مرزا ظفر ته پېرزوئنې وړاندې كوم٬ تېرو واكمنو په دې لړ كښې هېڅ نه دي كړې او نه ئې دا احساس لرلې چې دا كميونټي كومو ستونزو سره مخ ده ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت به د دې ټولنې ذمه واري اخلي او نادرا څخه به د نرښځيو ډېټا ترلاسه كولو سره دوي ته د صحت كارډ آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل تېرو واكمنو د دې كميونټۍ خېرښګړې لپاره ھغه څه نه دي كړې كوم چې د دوي حق ؤ ٬ زمونږ حكومت د دوي پالنې لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د ماضي حکومتونو د اولس ښه صحت او د انسانيت نظام نه دې وركړې ٬ مونږ ته اقتدار په سخت وخت كښې ترلاسه شوې كوم څخه چې اوس مونږ رابهر كېږو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حکومت به د کمزور طبقو او ستونزو سره مخ اولس ته د هېلت كارډ آسانۍ وركوي چې ورسره به دوي په سخت وخت كښې هم د درملنې آسانۍ ترلاسه كړي ۔ وزيراعظم ووئيل په بې وسه كورنيو چې كله د رنځ په صورت سخت وخت راشي نو درملنې لپاره ھغوي خپل هر څه خرڅوي۔ ده ووئېل كله چې ما كېنسر روغتون جوړو نو احساس مې ولرلو چې اولس د كېنسر موذي رنځ درملنې لپاره څنګه خپل هر څه خرڅوي او خپل علاج كوي٬ حکومت د اولس د ستونزو احساس لري٬ د صحت انصاف كارډ به هرې بې وسه كورنۍ ته وركولې شي دغسې چې په سخت وخت كښې دوي ته د درملنې غوره آسانۍ ترلاسه وي۔ وزيراعظم ووئيل نرښځيو ته صحت انصاف كارډ اجراء كول ښه او لوے اقدام دے٬ حكومت به دوي ته هر ډول تحفظ وركوي او په ټولنه كښې به د دوي په اړه ناسمې رويې هم لرې كوي۔ ده ووئيل په سخت وخت كښې مو اقتدار ترلاسه كړې٬ ھغه وخت د روپۍ قدر په كمېدو ٶ او كه دا سلسله روانه وه نو ګراني به لا زياته شوې وه۔ ده ووئېل اوسني حكومت معاشي حالات مستحكم كړې٬ 2020 به د پرمختګ كال وي٬اوس به مونږ د روزګار زياتې موقعې راپېدا كولو له هڅې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د نېب آرډيننس مقصد هېواد كښې سرمايه كارۍ ته وده وركول دي دغسې چې د روزګار موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل سرمايه كارۍ ته وده وركول دي دغسې چې د روزګار زياتې موقعې پېدا شي۔ ده ووئيل بې وسه طبقو لپاره به د احساس پروګرام دائره كار پراخه كوٶ٬ په يوټيلټي سټورونو به په ارزانه بيعه اوړه٬ چيني٬ او د غوړو پشمول د خوراك څښاك د بنيادي څيزونو وركړه باوري كولې شي٬ حکومت د راشن کارډ پروګرام هم پېل كوي د كومې د لارې چې به بې وسه طقبو ته راشن وركولې شي۔ ده ووئېل هېواد كښې به نورې لنګرخانې پرانځو دغسې چې څوك اوږې پاتې نه شي٬ کاروبار لپاره ځوانانو ته په آسانو قسطونو قرض وركوٶ٬ حکومت هېواد كښې د كاروباري هلو ځلو ودې لپاره هڅې كوي دغسې چې د روزګار موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم ووئيل د ټولنې بې وسه طقبو خېرښګړې لپاره نور پروګرامونه پېل كوٶ

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں