د مخالفې ډلې په توګه او په حكومت كښې هم مونږ تل د مسيحي ورورولۍ مسئلو حل كولو له غږ پورته كړې۔ علي نواز اعوان

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) سي ډي اے لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي د مخالفې ډلې په توګه او حكومت كښې د پاتې كېدو سره مو تل د مسيحي ورورولۍ د مسئلو حل له غږ پورته كړې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه اے پي پي هيډکوارټرز كښې د کرسمس کېك پرې كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه۔ علي نواز اعوان ووئيل زمونږ د هلو ځلو په سوب اسلام آباد كښې د مسيحي واده كړو جوړو نكاح نامو كښې د رجسټرېشن او د مړو د تدفين زرې مسئلې حل شوي۔ ده ووئيل بيا لپاره به هم د مسيحي ټولنې خېرښګړې او د مسئلو حل لپاره ټول صلاحيتونه او وسائل كارولې شي ۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں