د شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل 11مه غونډه

image

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل 11مه غونډه وشوه۔ هند كښې د مسلمانانو په ضد د جوړ كړې شوي امتيازي قوانينو او د مقبوضه جمو و كشمير صورتحال په نړيواله كچه په ښه ډول د رامخې ته كولو په اړه خاص مشاورت وكړې شو او مقبوضه جمو و کشمير كښې بې ګناه وګړي د هندي استبداد نه خلاصولو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره سفارتي رابطو ته په لا وده وركولو سلا راغله۔ په غونډه كښې خارجه سېكتر سهېل محمود، پخوانو خارجه سېكترانو ، سفيرانو او د نړيوالو اړيكو پوهانو پشمول د خارجه وزارت لوړ پورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال په هند كښې په روان احتجاج٬ مقبوضه جمو و كشمير كښې په روانې پرله پسې كرفيو او د لائن آف كنټرول صورتحال پشمول په مهمو خارجه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل د مودي سركار د هندوتوا په پاليسۍ آډانه اقداماتو په ضد ګرد هند په احتجاج دې٬ د هندي سركار د متعصبانه اقداماتو په ضد په سوله ايز احتجاج كوٶنكو مظاهرچيانو پوليس سخت تشدد كوي۔ ده ووئيل پوليس د مسلمانانو په اكثريتي سيمو كښې كورونو كښې ننوتلو سره په خلقو سخت تشدد كوي٬ د بي جے پي حكومت د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو استحصال كوي۔ خارجه وزير د دې اندېښنې څرګندونه وكړه چې هندي سركار د بشري حقونو خلاف وزيو څخه پام اخوا كولو لپاره فالس فلېګ آپرشن كولې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ګدون كوٶنكي د سلامتي كونسل صدر ته د ليكلې شوې اوسنۍ چيټۍ تفصيلاتو نه خبر كړل۔ مخدوم شاه محمود

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں