اسلام آباد27جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د الېكشن نه وړاندې ګېلپ سروے كښې د 44فيصده اولس تحريك انصاف له ٬ 12 فيصد مسلم ليګ (ن) او 9 فيصد پيپلز پارټۍ له د ملاتړ رپورټ جاري كړے ٶ٬ پاكستان تحريك انصاف د هغې نه د زياتو كشميريانومرسته تر لاسه كولو او ووټ اغستو كښې كامياب شوے ‘ن ليګد كشمريانو پنځه كاله ضائع كړي، فاروق حېدر په پنځو كالو كښې كشمير له څه كړي٬ په آزاد كشمير كښې پي ټي آئي رېكارډ ووټونهترلاسه كړي، د ن ليګنه علاوه پيپلز پارټۍ ، مسلم کانفرنس، د ځائي سياسي او مذهبي ګوندونو كانديدانو هم ووټونه اغستي٬ ن ليګ دا ووټونه ولې نظر انداز كوي۔ د هند استخباراتي اېجنسۍ ” را” ديهاړي مار حمدالله محب سره ملاقاتونه، مودي ته ورغاړه وتل، د سوګندو پورته كولو دستورې له په ګډاورتګ٬ د آمونو او ساړهي ډالۍ كولو په ځواب كښې د كشمير سودا كوٶنكو سره كشميريانو خپل حساب برابر كړے۔ د نهې په ورځ راجه فاروق حېدر٬ شاهد خاقان عباسي او د احسن اقبال په خبري كفنرنس خپل غبرګون كښې فرخ حبيب ووئيل عمران خان د امريکي صدر ټرمپ سره د ملاقات په مهال په اوچتو سترګو خبرې كړې٬ د نواز شريف غوندې د پرچې سره نه ٶ تللے۔ ده ووئيل دا عجيبه منطق دے چرته چې (ن) ليګ ګټې هلته الېكشن سپېځلے او چرته چې ماتي سره مخ كېږي هلته ټګي كېږي، ن ليګ له پكار دي چې د زړه له اخلاصه انتخابي نتيجې تسليم كړي او په قلاره د آئيني مودې تر سره كېدو انتظار وكړي۔ ده ووئيل د ن ليګپه انتخابي كمپائن كښې په عمران خان تنقيد او د تورونو لګولو نه علاوه هېڅ نه وو ،مريم په ټول الېكشن كمپائن كښې د خپل مودي انكل نامه قدرې نه ده اخستې او نه ئې دھغه پاليسۍ غندلې ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) له اوس عادي كېدل پكار دي ځكه چې د ګلګت بلتستان په الېكشن كمپائن كښې هم دوي دا ډول ادعاګانې كړې وې خو په ټولو چوكو ئې كانديدان نه وو رامخې ته كړي، د راجه فاروق حېدر كاميابۍ ته (ن) ليګ په كوم نظر ګوري۔ ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف په آزاد جمو و کشمير كښې د حکومت به جوړولوكار كوي، كه څوك نتيجې نه مني نو په ھغې فرق نه پرېوځي،ن ليګ د ناكامه تحريكونو زياته تجربه لري، اوس دوي له آرام كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف به په آزاد کشمير كښې د تعمير او پرمختګ نېټ ورك خپروي۔ ده ووئيل كوم كار چې نواز شريف او شهباز شريف نه ؤ كړے ھغه كار مريم صفدر په يو څو مياشتو كښې كړے٬ د دې خبرې كرېډټ واقعي چې مريم صفدر لري چې په دومره لږه موده كښې ئې ګوند برباد كړے۔