اسلام آباد02 اګست (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي په كشمير پريمئير ليګ كښې په لوبغاړو د هند د فشار غندنه كولو سره وئېلي دي چې د كشميريانو سفارتي٬سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو لپاره پوخ عزم لرو٬بايد هند په نړيوالو لوبو كښې سياست رانولي٬په افغانستان كښې به د امن ګټھ د هند پشمول ټولې منطقې ته ورسي۔د ګل په ورځ د مقبوضه كشمير او د افغانستان د بدلېدونكي صورتحال په اړه په خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل چې د اروپائي ائتلاف غړو په دې وروستيو كښې د سلامتي كونسل صدر ته خط ليږلې٬په دې خط كښې غړو چې كوم دريځ وړاندې كړې دا هغه دريځ دے كوم چې پاكستان د تېرو دوه كلونو څخه په هر فورم وړاندې كوي۔د دې خط دوه اړخونه څرګندېږي يو دا چې د نړۍ آزاد پارليمان زمونږ د دريځ توثيق كوي او بله دا چې هندوستان كوم د دې تاثر وركولو هڅې كوي چې په مقبوضه كشمير كښې حالات د معمول له مخې دي٬د دې تاثر نفي كېږي۔شاه محمود قرېشي د افغانستان په اړه ووئيل چې د افغانستان په اوسني صورتحال مونږ اندېښنه لرو٬مونږ نه غواړو چې هلته امن خراب شي٬مونږ غواړو چې د افغانستان د مسئلې حل د خبرو د لارې راوځي۔ده ووئيل چې مونږ وړاندې وئېلي دي چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬نړۍ زمونږ دريځ مني٬ده ووئيل چې مونږ د دوي مرسته كول غواړو۔د دوي په كورنيو معاملو كښې لاس وهنه كول نه غواړو۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې يوه وړوكې شاه طبقه د بل چا په خبره داسې بيانونه وركوي٬په مجموعي توګه افغان اولس كډې او حالات خرابېدل نه غواړي دوي ههم امن غواړي٬مونږ وايو چې هند دې د سپائلر كردار ترسره نه كړي٬مونږ خواست كړې چې هند دې د وړوكې طبقې ملاتړ كولو لپاره د ټولې منطقې امن خطر سره نه مخ كوي٬په افغانستان كښې د امن ګټھ به ټولې منطقې او هند ته هم ورسي۔خارجه وزير ووئيل چې نن سبا پاكستان بدنامولو لپاره د دروغو د خبرونو مرسته ترلاسه كولې شي٬مونږ ته به احتياط كول وي٬پرون زما په نوم يو غلط بيان منسوخ كړی شوې٬د افغانستان مېډيا دا غلط او بې بنسټه بيان په پوره ډول خپروي۔