اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ګرد هېواد كښې په پوليو قابو موندلو له د صوبائي چيف سېكرتريز او د 22 هائي رسك ضلعو ډپټي كمشنرز ورچوئل غونډې مشري وكړه۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې ضلعو كښې د پنجاب درې ضلعې (لاهور ، پېنډۍ او فېصل آباد)، د سندھ 8 ( د کراچۍ ډویژن ټولې ضلعې او قمبر)، د خېبر پختونخوا 5 ضلعې (خېبر ، بنو ، پېښور ، لکی مروت او سوئيلي وزيرستان)، د بلوچستان 5 (کوئټه، پشین ، قلعه عبداللہ ، ژوب او مستونګ) او اسلام آباد شامل دے۔ غونډه كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيالانو ډاكټر فېصل سلطان ٬ ډاكټر شهباز ګل او نورو اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ته ووئيلې شؤ چې د پاك پروردګار شكر دے چې د تېرو 6 مياشتو په مهال ګرد هېواد كښې د پوليو كوم يو كېس هم نه دے رامخے ته شوے۔ دا خبره هم د اطمينان وړ ده چې روان كال 2021ﺀ كښې يوازې 14 فيصد ماحولياتي نمونې مثبت وموندلې شوې كومې چې تېر كال 56 فيصده وې۔ ځكه هېواد كښې د پوليو ختمولو دا يوه ځانګړې موقعه ده۔ راروانې 6 نه 12 مياشتې په دې لړ كښې ډېرې مهمې دي۔ وزیر اعظم د ټولو هائي رسك ضلعو ډپټي كمشنرز ته هدايت وكړو چې هغوي دې موقعې څخه بشپړه استفاده وكړي او پاكستان څخه د پوليو ختمولو له ټولې وسيلې كارولو سره په دې وائرس په بېړڼي بنيادونو قابو ومومي۔