اسلام آباد02ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد وئېلي دي چې افغانستان كښې امن به د پاكستان او سي پېك لپاره خوشبين وي چې ورسره به مينځنۍ آسيا ته رسنه ترلاسه شي٬زمونږ هڅه ده چې كورونا ويكسين پاكستان كښې جوړ كړو دغسې چې په پاكستاني معيشت زيات بوج رانشي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ يوه مركه كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د افغانستان پشمول په سي پېك كښې همكاري كولو او سرمايه كارۍ كښې خوښي لرونكو ټولو هېوادونو ته به د پاكستان او چين لخوا هركلے وئېلې شي۔سي پېك په اړه وفاقي وزير ووئيل په افغانستان كښې امن راځي نو دا ټوله پټۍ به پرانستلې شي او دې ځاې څخه به پاكستان كښې د سي پېك بيس د افغانستان د لارې مينځنۍ آسيا ته ورسولې شي۔هغه ووئيل د سي پېك منصوبې د پي ټي آئي په حكومت كښې لا پراخا شوې دي٬د اېن سي او سي په اړه وفاقي وزير ووئيل د كورونا وائرس په وبا قابو موندلو له د رياست ټولو ستنو په ګډه كار كړې دې٬په اېن سي او سي كښې سول او ملټري چارواكي شامل و خو د كورونا په اړه چې كومې پريكړې مونږ كړې دي هغو كښې زياته مرسته عدالتي نظام هم كړې۔اسد عمر ووئيل په حمل لرونكو مېرمنو او نورو خلكو كښې د ويكسين دلاسه رامخې ته كېدونكې مضر اثرات يو ډول دي بلكې د يو لوېديز هېواد د ريسرچ حواله وركولو سره هغه ووئيل چې د حمل لرونكې مېرمنو لپاره ويكسين لګول زيات ضروري دي۔اسد عمر ووئيل د وزيراعظم بنيادي اصول دا دے چې قانون د ټولو لپاره يو برابر دے او د احتساب عمل سره ټولو له مخامخ كېدل دي۔د جهانګير ترين څخه پوښتنې شوې دي هغه دې خپله بشپړه دفاع وكړي٬كه كامياب شو نو بېرته راتللو سره فعاله كردار ترسره كولې شي