د برتانيې شهزاده وليم او شهزادګۍ كيټ مېډلټن به د 14 نه تر 18 اكتوبر د پاكستان دوره كوي

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) د برتانيې شهزاده وليم او شهزادګۍ كيټ مېډلټن به د 14 نه تر 18 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره كوي۔شاهي محل د جمعې په ورځ د شاهي جوړې د پاكستان دورې اعلان كړی٬د شاهي محل د اړخه جاري شوي ټوېټ كښې اعلان شوې چې د برتانيې شاهي جوړه به د 14 نه تر 18 اكتوبر په سركاري دوره پاكستان ته راځي۔پھ دې لړ كښې به نور تفصيلات بيا جاري كولې شي۔دا خبره د ذكر وړ ده چې د دوي د پاكستان دا وړومبنۍ دوره ده خو د شاهي كورنۍ نورو كسانو په تېر وخت كښې د پاكستان دوره كړې۔د برتانيې ملكه هم دوه ځل پاكستان ته راغلې ده ۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں