د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په موقع د اسلامي مرستې تنظيم د رابطه ډلې د غونډې نه وروستو جاري اعلاميه

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د اسلامي مرستې تنظيم او آئي سي شخړيز كشمير كښې د كشميريانو د شناخت او د جغرافيائي حېثيت په بدلولو د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي شخيړيز كشمير كښې د هند اقدام د نړيوال قوانين او پخپله د هند د وعدو برعكس دې٬هند دې په امن ناكه مظاهره چيانو د پيلټ ګنز كارول بند كړي٬كرفيو دې لرې كړي٬ټول بنديون دې خوشې كړي٬هند دې تور قوانين بېرته واخلي او د بشري حقونو تنظيمونو ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازې پشمول د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل وكړي۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د 74مې غونډې په موقع د اسلامي مرستې تنظيم رابطه ډلې د غونډې نه پس اعلاميه جاري كړی شوه چې پكښې وئېلي شوي په شخړيز كشمير كښې د هند اقدام د مسلمانانو اكثريت په هندو اكثريت د بدلولو هڅې كېږي۔اعلاميه كښې وئېلي شوي چې رابطه ډله د بشري حقونو خلاف ورزۍ په په حقله د ملګرو ملتونو هائي كمشنر راپورونو او د پاكستان په درخواست د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د 16م اګست د غونډې هركلې كوي دغسې ډلې د عمومي سېكتر د اتم اګست د بيان هم هركلے كړې۔رابطه ډلې د هند نه غوښتنه كړی هند دې په امن ناكه مظاهره چيانو د پيلټ ګنز كارول بند كړي٬كرفيو دې لرې كړي٬ټول بنديون دې خوشې كړي٬هند دې تور قوانين بېرته واخلي او د بشري حقونو تنظيمونو ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازې پشمول د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل وكړي

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں