په ټول ټاكنو كښې رد كړې ټولګې دې نه د اولسي خوښې سپكاوې كوي او نه په جمهوريت بريد

image
APP69-21 LAHORE: October 21- Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during press conference. APP photo by Mustafa Lashari

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د مولانا فضل الرحمٰن د شپې وېنا د پيپلز ګوند او د مسلم ليګ (ن) نه د زړه ماتېدو او د مايوسۍ څرګندونه وه ٬ په وړومبۍ ورځ ما وئيلي وٶ دا خلق د يو بل سره مخلص نه دي نو د قام سره به څه وفا وكړي٬ په ټول ټاكنو كښې رد كړې شوې ټولګې دې نه د اولس د خوښې سپكاوې كوي او نه دې په جمهوريت بريد٬ كه د سياسي تنهائۍ ښكار مولانا د ذاتي مفادات نه پرته اوګوري نو ورمعلومه به شي چې پاكستان تنهائۍ سره مخ نه دے۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حقيقت دا دے چې د وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې تاريخي وېنا د مولانا مذهبي كارډ او بيانيه پنكچر كړې او د دهرنې مقاصد ئې ختم كړي۔ دې ووئيل مولانا تاسو خود فريبۍ ښكار ئې ٬ اولس مه تنګوې٬ ستاسو سازش ناكامه شوې۔ دې ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان مثبت تشخص په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں