اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي)د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئېلي دي پاكستان تحريك انصاف يوازنې ګوند دے كوم چې ټولو ته د انصاف په وركولو باور لري۔وزيراعظم عمران خان د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره د انساني همدردۍ په سوب د هغه علاج معالجه كښې كوم خنډ نه دې رامخې ته كړی۔نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د همدردۍ اپوزېشن هم ګواهي وركړی چې هغه پخپله اړوندو ادارو ته هدايت كړې ؤ چې هغوي دې نواز شريف ته د علاج معالجې ښه آسانۍ وركړي او د نواز شريف په روغتيا سياست كول نه دي پكار۔زرتاج ګل ووئيل كه چرې د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري پشمول نورو اپوزېشن لارښودو سره په طبي بنيادونو د عدالتونو څخه ضمانت منظور كړي نو هيله لرم چې حكومت به نورو لارښودو سره هم دغه حكمت عملي اختيار كړي ځكه چې پاكستان تحريك انصاف حكومت د عدالتي احكاماتو احترام كوي