وزيراعظم عمران خان سره د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود وليدل

image

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په شريكو اړيكو او په سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د سعودي خارجه وزير هركلي كولو سره ووئيل پاکستان سعودي سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ فرورۍ كښې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې اهميت رامخې ته شوې۔ وزيراعظم عمران خان د دواړو هېوادونو ترمېنځه زياتېدونكې معاشي اړيكې او په بېلا بېلو څانګو كښې په خاص توګه د پيټرو کيميکلز، معدنيات او د تجديد ور توان په اړه د سعودي د سرمايه كارۍ د عزم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د سعودي عرب ډله به د سېلګرۍ څانګې پرمختګ كښې مرستې لپاره ډېر زر د پاكستان دوره وكړي لكه څنګه چې په دې وروستيو كښې زما د سعودي عرب دورې په مهال د ولي عهد سره په ملاقات كښې دا پرېكړه شوې وه۔ وزيراعظم عمران خان په مقبوضه جمو و کشمير كښې د انساني الميې او د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې۔ ده هند كښې د امتيازي شهريت د بدلون قانون او په نېشنل رجسټر آف سټيزنز هم رڼا واچوله جې له مخې ئې هندي واكمن اقليتونه په خاص توګه مسلمانان په منظمه توګه نخښه كوي۔ عمران خان ووئيل د هند لخوا په كنټرول لائن د جارحاننه اقداماتو له امله اړې ګړې زياتېږي٬ او سيمه ايز امن او استحكام له مينځه وړل غواړي ۔ ده زور رواړو چې بايد نړيواله ورورلي د كشميريانو د آزادۍ ٬ د حقونو تحفظ او د كشمير كشالې هواري لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان السعود د شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود لخوا پاكستاني اولس او قيادت لپاره د نېكو هېلو پېغام ورسولو او د پاكستان لخوا ئې سيمه ايز امن او استحكام لپاره د شوو اقداماتو ستائنه وكړه ۔ د سعودي عرب او پاکستان ترمېنځه د دوستانه اړيكو په اهميت زور رواړلو سره هغه د سعودي قيادت لخوا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې لا مستحكمولو له د عزم پخلې وكړو۔ شهزاده فېصل د تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د سېلګرۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ د سعودي خارجه وزير پاکستان ته په مهمو قامي چارو د مرستې هم باور وركړو۔ د كشمير كشالې په تناظر كښې د او آئي سي كردار كښې په اضافه هم غور وكړې شو۔ د يادونې وړ ده دا د شهزاده فېصل بن فرحان د خارجه وزير په حېث د پاكستان وړومبنۍ دوره وه

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں