د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كاناډا_امريكې مېډيا ادارې وائس نيوز سره مركه

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي هند په مقبوضه كشمير كښې د سيمې حېثيت بدلولو سره او د وګړو خوښۍ ته د زيان رسولو سره د اور سره لوبې كوي٬دا اور به پخپله د هند سلامتيا ته ورته شي ٬كه هند دا ګڼي چې داسې قوانين سره به صورتحال ښه شي نو د هغوي څخه زيات نادانه څوك نشته٬بايد نړيواله ورورولي هند د ټول كشمير هضم كولو ارادې څخه مخ نيوي له په هغوې فشار واچوي٬پاكستان د ډېرې مودې راهسې د كشمير مسئله په نړيوال كچ پورته كوي او دا لړۍ به روانه ساتلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاناډا_امريكې مېډيا ادارې وائس نيوز سره مركه كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د شمله لوظ نامې نه پس د پاكستان او هند ترمينځه په دوه اړخيزه مسئلو خبرې اترې نه دې شوي۔د هند وزيراعظم جواهر لال نهرو په خپلو ګڼو وېناګانو كښې وئېلي وو چې د كشمير د مسئلې پريكړه بايد د هغه ځاې د اولس خوښې له مخې وكړې شي خو هند د كشمير ټوله آبادي كنټرول كول غواړي۔اولس مشر ووئيل شمله لوظ نامه كښې د پاكستان او هند ترمينځه ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې د حل كولو وئېلي كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند نه يوازې پاكستان سره د خبرو اترو څخه انكار كوي بلكې كشمير يوه تنازعه هم نه تسليموي۔مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر موجودګۍ هغه پخپله يوه نړيواله مسئله جوړه شوې۔ده په مېډيا زور راوړو چې د هند اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي۔ده ووئيل هند پھ كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه د نړۍ پام ګرځولو له جعلي فليګ آپرېشن او په پاكستان بريد كولې شي لكه څنګه چې د پلوامه پیښه شوې وه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد هند آئيني بدلون بېرته اخستو سره كشميريانو له د خپل سباؤن د پريكړې اجازه وركړي۔ده ووئيل هند چې په كومه لار روان دے هغه خطرناكه لار ده۔د يو آئيني بدلون نه پس هند هجرت كولو سره ټولو غېر مسلمو له د شهريت وركولو پريكړه كړې خو مسلمانانو له شهريت نه وركوي۔اولس مشر ووئيل وزيراعظم عمران خان واضحه كړی چې پاكستان نه جنګ غواړي او نه به وړاندې والې وكړي خو كه هند جنګ مسلط كړو نو پاكستان د خپلې دفاع حق لري

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں