د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ سره د اپټما، پي سي جے اے، کسان اتحاد او د نورو تنظيمونو عهدېدارو وليدل

image

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او رېونيو سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ سره د زيارت په ورځ د اپټما، پي سي جے اے، کسان اتحاد او د نورو تنظيمونو عهدېدارو ليدلي دي ۔ په دې موقع د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل په اوسني حكومت كښې د كركيلي څانګې پرمختګ ته پام ګرځولې شوې٬ تېره اوونۍ كښې 250 اربه روپۍ د كركيلي څانګې بهترۍ منصوبې لپاره منظورې كړې شوې۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو او د پومبې راتلونكي سيزن كښې كروندګرو له د مسابقتي بيعې باوري كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع عبدالرزاق داٶد، صاحبزادہ محمد محبوب سلطان، شبر زېدي او د خزانې وزارت لوړ پوړو هم ملاقات كښې ګډون كولو۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل حكومت د پومبې كروندګرو د ستونزو نه خبر دے٬ حكومت به نه يوازې كروندګرو ته ښه بيعه وركوي بلكې په دې كښې به مراعات هم وي او دې سره به د پومبې پېداوار هم زيات شي۔ ده ووئيل حكومت په دې لړ كښې په مختلف آپشزن غور كوي او د پومبې كروندګرو تحفظ لپاره انتظامات كوي۔ ده د اپټما، پي سي جے اے او نورو ډلو ته ووئيل ھغوي دې د اېف بي آر او تجارت وزارت چارواكو سره ملاقات وكړي او پخپلو مسئلو ورسره بحث وكړې او په راتلونكو كښې په حقيقت آډانه تجويزونو ته حتمي شكل وركړې دغسې چې دا تجويزونه حكومت له پرېكړه كښې مرستياله وګرځي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں