وزيراعظم عمران خان د جي آئي ډي سي په اړه سپېځلتيا باوري كولو لپاره د آرډيننس بېرته اخستو پرېكړه وكړه

image

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ګاز انفراسټرکچر ډويلپمنټ سېس (جي آئي ډي سي) په اړه سپېځلتيا باوري كولو لپاره د آرډيننس بېرته اخستو پرېكړه كړې ده او اټارني جنرل ته ئې په دې معامله سپريم كورټ سره د مراجعه كولو امر هم كړې دې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جي آئي ډي سي په معامله د مقدمه بازۍ په سوب د جنوري كال 2012 څخه تر دسمبر كال 2018 417 اربه روپۍ رقم اېښې شوې دې٬ دې معامله كښې د مقدمه بازۍ په اړه وړومبي پړاٶ كښې سپريم كورټ د جي آئي ډي سي قانون خاتمه كړې وه او د وفاقي حكومت د نظر ثانے اپيل هم رد شوې وو۔ د دې نه پس په دې معامله بيا د سره عدالتي هڅې پېل شوې او دا په صوبائي هائي كورټ كښې چېلنج كړې شو او په سپريم كورټ كښې هم په دې لړ كښې اپيلونه التواء سره مخ دي ۔ بيان كښې زياته كړې شوې چې دې صورتحال لپاره بېل كړې شوې رقم وصولو لپاره اړوند انډسټرۍ سره د مشاورت نه پس ماورائے عدالت حل لپاره يو آرډيننس جاري كړې شوې۔ بيان له مخې د دې معاملې اوسنې شخړې له مخې وزيراعظم سپېځلتيا او ګډ ګورننس باوري كولو لپاره په دې لړ كښې د دې آرډيننس بېرته پرېكړه كړې ده او اټارني جنرل ته ئې هم امر كړې دې چې سپريم كورټ كښې د دې سماعت لپاره درخواست دائر كړي دغسې چې د قانون او آئين له مخې زر تر زره پرېكړه وكړې شي۔ بيان كښې زياته كړې شوې چې وزيراعظم په دې لړ كښې قام ته دا هم وئيل غواړي چې عدالت سره مراجعه كول اندېښمن نه دي ځكه چې په دې لړ كښې پرېكړه هر ډول راتللې شي د دې مطلب دا چې حكومت ته په سمدستي توګه رقم ترلاسه كېدې شي او يا حكومت د رقم نه محرومېدې هم شي او په دې مد كښې سباون كښې د رېونيو د وصولۍ امكانات هم ختمېدې شي٬ د دې نه علاوه د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې حكومت د اصل رقم نزدې 295 اربه روپۍ د ادا بوجه هم برداشت كولو سره مخ كېدې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں