سيد علي ګېلاني په مقبوضه كشمير كښې د مكمل هړتال كولو غږ وكړو٬ د اكتوبر 27مه نېټه د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده۔ د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن

image

سرينګر 26 اکتوبر (اے پي پي) پھ مقبوضه كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په مقبوضه كشمير كښې د مكمل هړتال كولو غږ كړے چې دغسې هند ته دا واضح پېغام وركړے شي چې كشميريان په خپله خاوره د هند غېر قانوني قبضه ردويِ٬ِ هندي ځواكونو په كال 1947م كښې د اكتوبر په 27مه نېټه په جمو او كشمير يلغار كولو سره په دې د كشميريانو د خواهشاتو په ضد او د نيمې وچې د تقسيم د اصولو او ضوابطو په ضد په زور قبضه كړې وه۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سيد علي ګېلاني وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې سيد علي ګېلاني د اكتوبر 27مه نېټه د تاريخ تر ټولو توره ورځ ګرځولې او د مقبوضه كشمير نه بهر اوسېدونكو كشميريانو ته ئې هم خواست كړے چې د نړۍ پام د كشميريانو ستونزو ته راړولو لپاره دې د اكتوبر په 27مه نېټه مظاهرې وكړي۔ ده ووئيل چې هند د كشميريانو قتل عام٬ ظلم او تشدد روان ساتلې۔ ده ووئيل چې تاريخ شاهد دے چې كوم قوم تر ډېره وخته داسې افعالو سره محكوم نه شي ساتل كېدے۔ ده ووئيل چې كشميرې اولس به په يو صورت هم د هند غېر قانوني تسلط قبول نه كړي۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں