معاشی استحکام لپاره برآمدات زياتولو ته اړټيا ده، د افریقې مارکیټ كښې زمونږ لپاره د برآمدات ښې موقعې شته

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) د سټيټ بانك ګورنر ډاکټر رضا باقر وئيلي دي معاشی استحکام لپاره برآمدات زياتولو ته اړټيا ده، د افریقې مارکیټ كښې زمونږ لپاره د برآمدات ښې موقعې شته، پاکستان د صنعت کارۍ په حقله د نړۍ دريم لږ لګښت لرونكې مارکیټ دے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې روان دوه ورځني د افریقې هېوادونو لپاره د پاكستان سفيرانو کنفرنس په دوه ورځ ابتدائی سېشن ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د سټيټ بانك ګورنر ډاکټررضا باقر خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی او د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد له په دې مهم کنفرنس کولو مبارکي وركړه ۔ ده ووئيل زمونږ معیشت پرله پسې ښه والي پلو روان دے ٬ معاشی خسارہ کمېږي۔ پاکستان د صنعت کارۍ په حقله د نړۍ دريم كم لګښت لرونكې ماركيټ دے۔ ده ووئيل مونږ له به معاشی استحکام لپاره خپل برآمدات زياتول وي۔ ده ووئيل د افریقې مارکیټ زمونږ لپاره د برآمدات زياتولو ښه موقع ده۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں