اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پ?? پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي۔دا خبره ده د شورو په ورځ د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د دې څخه وړاندې د سټېټ بانك ګورنر طارق باجوه غونډې ته برېفنګ وركړو ٬ ده ووئېل پاكستان نړيو??ل بانك او آئي اېم ??ېف د تېرو 4 كلونو په مهال د ترلاسه شوې اقتصادي استحكام په ځاې ساتلو او د اقتصادي پرمختګ تر ټولو لوړه كچه ترلاسه كولو په اړه د حكومتي ګامونو څخه خبر كړے ۔وفاقي وزير ته د نړيو??ل بانك او د آئي اېم ??ېف په اوسنو غونډو كښې د پاكستاني پلاوي د ګډون په اړه بريفنګ كښې د سټېټ بانك ګورنر ووئيل نړيو??ل بانك او آئي اېم ??ېف پاكستان خبر كړي وو چې حكومت د تېرو څلورو كلونو په مهال ترلاسه كړی اقتصادي استحكام په ځاې ساتلو او د اقتصادي نمو تر ټولو لوړی كچې ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه كوي۔د فنانس سېكتر شاهد محمود وفاقي وزير ته د كلنې غونډې په مهال نړيو??ل بانك سره د مذاكراتو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع نړيو??ل بانك سره د اقتصادي اصلاحاتو پھ تندولو او د بانك په مرسته د پرمختيائي منصوبو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ده ووئيل د پاكستاني معيشت سره د اړوندو كلنو غونډو په مهال پلاوي ريټنګ ايجنسي ٬ بانكونو او سرمايه كارو سره هم ګټور ملاقاتونه كړي ۔وفاقي وزير په كلنه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي په ګډون كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د پاكستاني ايكسټرنل فنانسنګ حاجتونو په اړه د نړيو??ل بانك وضاحت خوشبينه وګرځولو۔ده ووئيل حكومت د ميكرو اكنامك استحكام په ځاې ساتلو لپاره تر ټولو لوړی كچې٬غوره او شموليتي اقتصادي نمو ته خاص پام لرنه كوي