اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی)پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي مخصوص پرېكړې د سياسي عدم استحكام او اقتصادي ستونزو سوب ګرځي۔ پاكستان يو نازك پراؤ څخه تېږېږي او دا ډول پړاؤ د كوم قام په ګټه نه وي۔ د زيارت په ورځ لندن كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ما كوئټه كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وئيلي وو مخصوص پرېكړې د سياسي عدم استحكام او اقتصادي ستونزو سوب ګرځي۔ ده ووئيل نن هر لوري ته خنډان ??اولاړ دي او هېواد يو وارې بيا عدم استحكام پلو روان ??ے چې اندازه ئې د هېواد اقتصادي انډيكېټرز او سټاك ماركيټ څخه څرګندېږي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت څلور كاله پرله پسې خوارۍ كولو نه پس هېواد د خوشحالۍ په ل??ره روان كړې۔ده ووئېل لوډشېډنګ مو ختم كړې او د ترهګرۍ په پېښو كښې څو چنده كمې راغلې او په سي پېك بشپړ پ??شر?? شوې خو د اوسني صورتحال څخه داسې ??كا??ي چې د مسلم ليګ نون د حكومتي پالېسيو مېوې له مينځھ وړولو هڅې روانې دي او د سټاك ماركيټ صورتحال هم ناوړه دے