اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې سعودي زمونږ رښتنې ملګرې او ورور اسلامي هېواد دے او هر پاكستانې سعودي عرب خپل دوېم كور ګڼي٬ دواړه هې??اد??نه يو بل ??ره په ديني ٬ كلتوري او اقتصادي رشتو كښې تړلي دي كومو څخه چې د دواړو هې??اد??نو اړيكو ته نوې ولوله ترلاسه كېږي۔ اولس مشر دا خبرې په ايوان صدر كښې د سعودي عرب د تجارانو او سرمايه كارو پلاوي ??ره ملاقات كښې و??ړې چا چې د شورو په ورځ د تجارت او سرمايه كارۍ وزير ډاکټر ماجد الکسابي په مشرې كښې اولسمشر ??ره ملاقات كړې۔ په دې موقع د تجارت وزير پروېز ملك، د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ د خزانې وزارت دوهم وزير رانا محمد افضل خان، د سعودي سفیر کموډور نواف سعید احمد المالکي، د پلاوي غړي او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ د سعودي د اعلٰې كچ پلاوي د سعودي د شريك وزارتي كمېسون په يوولسمه غونډه كښې ګډون لپاره د پاكستان په دوره دے۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان او سعودي عربستان اړيكې د خاص اهميت وړ دي او د دواړو هې??اد??نو ترمېنځه د باور او مينې شانداره رشته جوړه ده كومه چې نړۍ لپاره د مثال حېثيت لري۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هې??اد??نو ترمينځه په بيلو څانګو كښې مرسته روانه ده د كومې زياتولو ته چې اړتيا ده۔ ده ووئيل د دواړو هې??اد??نو ترمينځه تجارتی حجم کم دے د كوم لا زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل بايد د دواړه هې??اد??نو د سرمایه كارو ترمينځه د ملاقاتونو سلسله باقاعدګۍ ??ره روانه وساتلې شي۔ دې ??ره به د سرمایه کارۍ نوې لارې پرانستلې شي او د دواړه هې??اد??نو ترمينځه په اولسي او حکومتی كچه اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سعودی عرب وژن2030 پالیسي زيات اهميت لري او دا به د سعودی عرب معیشت سباؤن كښې لا مستحکمولو كښې مهم کردار تر??ره كړي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان د سرمایه کارۍ په لحاظ ښه هېواد دے۔ د سعودی سرمایه کار دې د توان ، تعمیراتو او كركيلې څانګو كښې د سرمایه کارۍ څخه استفادہ وكړي۔ اولس مشر د سعودی عرب د خپلې تيرې دورې ذکر کولو ??ره ووئيل د دورې په مهال د سعودی عرب شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود ??ره ملاقات شوې ؤ چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو ګټورې خبرې اترې شوې وې۔ ده ووئيل دا مهال په سعودی عرب كښې 26 لکھ پاکستانیان مېشته دي او هغوي سعودی عرب خپل دويم كور ګڼي۔ ده ووئيل هم دغه پاکستانیان د سعودی عرب معاشی پرمختګ كښې خپل كردار تر??ره كوي او د دواړو هې??اد??نو ترمينځه د يو پل كردار تر??ره كوي۔ ده د خادم الحرمین شریفین سلمان بن عبدالعزیز السعود د پاکستانی کمیونټۍ په خيال ساتلو مننه وكړه۔ د سعودی عرب د تجارت وزير ډاکټر ماجد الکسا??ی ووئيل په کونسل غونډه كښې مهمې پري??ړې كېږي د كومې چې ښه نتيجې ترلاسه كېږي۔