اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي نېب دې د مېډيكل كالجونو ??ه حقله انكوائري په 15 ورځو كښې بشپړه كړي٬نېب سره هر ډول مرستې كولو ته چمتو يو چې دغسې په راتلونكو ټو?? ټاكنو د پاكو لاسونو سره اولس له ورشم۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته ?? وېنا كولو پھ مهال هغې ووئيل زما په لس كلنه سياست كښې پھ ما يو كرپشن هم نه دې ثابت شوې۔هغې ووئيل د دې خبري كنفرنس مقصد دا ن?? دے چې زه د پلټنو ??ه ځان بچ كول غواړم۔هغې ووئيل د افسوس خبره خو دا ده چې زما د شخصيت او د سياسي عزت خرابولو هڅه شوې۔هغې ووئيل نېب دې زر پلټنې ترسره كړي چې دغسې په ما كوم بې بنسټه تورونه لګېدلې د هغو حقيقت يې اولس ته وړاندې شي۔د وزارت د پنځو كسانو ??ه ضد د نېب لخوا پلټنې شوي خو ټول بې ګناه ثابت شوي۔هغې ووئيل د وزارت سنبهالولو نه پس مونږ د هغو مېډيكل كالجونو رجسټرېشن بند كړو چرته چې تعليم غېر معياري وو۔هغې ووئيل نېب ته چې څه هم پكار وي پلټنو ??پاره به يې وركړم