ویانا ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د کمېشن آن نار??وټ??کس ډرګز ويانا كښی د 61 مې كلنې غونډې په آخري ورځ د پاكستان حكومت تعليمي اد??رو كښې د نشائي توكو مخنيوي له قرارداد لپاره تجويز كړې شوي اقدامات و??انا كښې په متفقه توګه منظور كړې شول د دې ټولو غړو هېوادونو ملاتړ وكړو۔ په دې مهال د پاكستاني حكومت د اعلی كچې پلاوي مشري د نشائي توكو مخنيوي وزارت سېكتر محمود اقبال كوله۔ ده په دې تاريخي موقع د ټولو غړو هېوادونو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت دا ګام د ټولې نړۍ په تعليمي اد??رو كښې د نشائي توكو كارولو او رسنې ختمولو هڅو له د يو سنګ ميل حېثيت لري۔ ددې قرارداد منظورۍ سره به د اے اېن اېف خاص مهم لا قوي شي۔ تېره ورځ د نشائي توكو مخنيوي سېكتر اقبال محمود غونډې ته خطاب كښې ووئيل پاکستان تېر كال بېلو كاروايو كښې 400 ټن څخه زيات نشائي توكي نيولي دي۔ په دې كښې ډېر مهم نړيوال كېسونه هم شته۔ پلاوي د يو اېن او ډي سي اعلی چارواكو سره سره د چين ٬ امريكه ٬ روسيه ٬ تركيه او سعودي عربستان نمائندګانو سره هم ملاقات و??ړو۔ كومو چې د نشائي توكو مخنيوي له د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پلاوي ته ئې د هرې ممكن مرستې باور وركړو۔