وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د چين سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن جنرل ژانګ يوژيا وليدل

image
APP80-17 ISLAMABAD: May 17 – Vice Chairman Central Military Commission of China General Zhang Youxia call on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi at PM office. APP

اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د چين سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن جنرل ژانګ يوژيا د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې جنرال ژانګ يوژيا د چوكۍ سنبهالولو نه پس د كوم بهرني هېواد دا وړومبۍ دوره ده۔وزيراعظم د هغه هركلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې د چين سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن دورې سره به د پاكستان او چين ترمينځه د دفاع او امنيت پشمول ټولو ستراتېژېكي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكو سره سيمه كښې د امن او استحكام شريكو هدفونو ترلاسه كولو هڅو ته استحكام ترلاسه شي۔وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي كيانګ لپاره د نيكو هيلو پیغام وركړو او د چين قيادت له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړھ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د چينائي اولس مشر شي جن پنګ پاكستان سيمه ايز امن او استحكام ستن ګرځولو هركلې كوي۔ده ووئيل د اولس مشر شي جن پنګ قيادت او وژن د تقليد وړ دي۔د چين اولس مشر بلېټ اينډ روډ پروژه به د پرمختګ او رابطو د لارې د سيمې تقدير بدل كړي۔ده هيله څرګنده كړه د پاكستان او چين ترمينځه د دفاع او امنيت پشمول ټولو ستراتېژېكي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكو سره سيمه كښې د امن او استحكام شريكو هدفونو ترلاسه كولو هڅو ته استحكام ترلاسه شي۔وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو حكومت د سي پیك پروژو زر تر زره بشپړولو له لوظي دے٬سي پیك به د سيمې تقدير بدل كړي۔د ملاقات په مهال د سيمې صورتحال او د پاكستان د امن هڅو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د چين د سنټرل ملټري كمېشن دوهم چيئرمېن جنرال ژانګ يوژيا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او سيمه ايز امن له د پاكستان قربانۍ وستائلې۔ده ووئيل د پاكستان اولس او ځواكونه چې كومې قربانۍ وركړي بايد په نړيواله كچه دئې اعتراف وكړې شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي مرسته او پوځي اړيكو د اطمينان څرګندونې سره ده هيله څرګنده كړه چې د شنګهائي مرستې پشمول په بېلو نړيوالو فورمز به دا اړيكې او د دواړو هېوادونو ترمينځه امنيتي مرسته لا مستحكمه شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں