حكومت په هېواد كښې د روغتيا ځانګړې آسانۍ معارفې كړي٬ وفاقي حكومت وړومبنې هېلت وژن وړاندې كړی

image
APP50-22 ISLAMABAD: May 22 – Federal Minister for National Health Services Regulation and Coordination Saira Afzal Tarar along with other ministers addressing a press conference at Punjab House. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د نېشنل هېلت سروسز ريګولېشن اينډ سروسز وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئيلې دي حكومت په هېواد كښې د روغتيا ځانګړې آسانۍ معارفې كړي۔وفاقي حكومت وړومبې هېلت وژن وړاندې كړی دغسې د اربونو روپو ماليت نېشنل هېلت پروګرام به كاميابۍ روان دے۔ د نهې پھ ورځ خبرې كنفرنس ته خپل خطاب كښې دې ووئيل پي ټي آئي سل ورځو پروګرام كښې چې د صحت كومه حواله وركړی هغه اولس سره ټوقې دي۔ده ووئيل د صحت څانګه صوبو ته سپارلې شوې خو سره د دې مسلم ليګ(ن)د دې څانګې اهميت تر مخه يونيورسل هېلت پروګرام پېل كړی۔دې ووئيل پي ټي آئي د هېواد د پسمانده سيمو خبره كوي٬د دې پروګرام ترمخه مونږ د ټولو صوبو پسمانده ضلعې د پروګرام برخه ګرځولې۔دې ووئيل د اربونو روپو لګښت سره د اي پي آئي پروګرام كاميابۍ سره روان دے٬په دې حقله كوم سكينډل نه دې رامخې ته شوې۔دې ووئيل په 2013 كښې پي ټي آئي د كے پي كے لپاره د 90 ورځو ايجنډا وړاندې كړی وه كومه چې اولس وكتله٬ وفاقي وزيرې پوښتنه وكړه پي ټي آئي دې دا اووائي چې هغوي په كے پي كے كښې په خپل منشور تر كومه حده كار كړی

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں