اسلام آباد۔27 مئی(اے پی پی ) د ميډيا چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك وئيلي چې سياسي او اقتصادي ا??تحكام لپاره ټرت اېنډ ري كنسلېشن جوړول به په غوره قامي ګټه كښې وي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي ??ي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د دې كېمشن جوړېدل ?? هېواد تند پرمختګ او سوكالۍ له هم ضر??ري دي۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو ??ور راوړو چې ?? هېواد پرمختګ او خېر ښېګړې با??ري كولو له ددې كمېشن جوړېدل با??ري كړي۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف د ټرت اېنډ ری کنسلېشن کمېشن د لارې د جوړې كړې شويو مقدمو په اړه كومه خبره نه ده كړې۔ ده ووئيل نواز شريف خو ټول عمري ?? هېواد او د اولس د غوره سباؤن خبره كړې او د پاک چین اقتصادی راهدار٬ۍ منصوبې په شمول ئې د اولس د خېر ښېګړې منصوبې پېل كړې كومې به چې د اولس قسمت بدل كړي۔ ده ووئيل د نواز شريف د نااهلۍ په سبب په ملكي معيشت او اسټاك اېكسچېنج منفي ا??ېز راغلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف لارښودو ټول عمري هېواد كښې د ناامنۍ او احتجاج سياست كړې۔