هېواد د پرمختګ پلو روان شوې٬د هېواد په ټولو سيمو كښې د اربونو پرمختيائي پروژې بشپړ شوي٬مسلم ليګ(ن)پھ هېواد كښې د شرافت سياست كړې

image
APP63-28 SHARQPUR: May 28 - Prime Minister, Shahid Khaqan Abbasi, addressing inauguration ceremony of the “Lahore-Abdul Hakeem Motorway (M-3), Sharaqpur-Rajana Section. APP photo by Tasawar Abbas

ټوبه ټېك سنګ 28مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې هېواد د پرمختګ پلو روان شوې٬د هېواد په ټولو سيمو كښې د اربونو پرمختيائي پروژې بشپړ شوي٬مسلم ليګ(ن)پھ هېواد كښې د شرافت سياست كړې٬مونږ د چا عزت ته زيان نه دې رسولې٬مونږ ووټ له د عزت وركولو خبره كوو٬د پاكستان پرمختګ او د خذمت خبره كوو٬زمونږ مخالفين چې كومې خبرې كوي هغه كار مسلم ليګ(ن)بشپړ كړی٬ټول ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد مسلم ليګ(ن)كاميابوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ګوجره ۔ ټوبه ټېك سنګ موټرويز سېكشن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل ملتان۔فېصل آباد موټروے سره به د پرمختګ نوې دور پېل شي٬د پرمختګ لارې پرانستل د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وژن وو٬مونږ د هېواد معيشت قوي كول غواړو۔ده ووئيل د هېواد كومې هم سيمې ته چې ځۍ مسلم ليګ(ن)حكومت هلته د اربونو روپو پرمختيائي پروژې بشپړ كړي٬د اوسني حكومت د پرمختيائي پروژو يو لويې فهرست دې٬د دې پروژو بشپړولو مقصد د پاكستان معيشت قوي كول وو۔دا كار يوازې جمهوريت سره ممكن شوې۔ده ووئيل د دې څخه وړاندې مونږ د امريت دور هم ليدلې خو په هغې كښې چرته هم پرمختيائي كارونه نه دې شوي۔ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)ټول هېواد د پرمختګ پلو روان كړې۔ده ووئيل چرته چې ممكن وه هلته سوئي ګاز هم وركړې شوې٬سوئي نادرن ګاز په خپله سيمه كښې دې 150 ارب روپو كار بشپړ كړې۔ده ووئيل د اولس پھ مرسته معيشت قوي شوې٬پاكستان كښې امن راغلې٬د سي پېك پېل كولو سره پاكستان په خپلو پښو ودرېدلې٬نن مونږ يوازې د ګاز او برېښنا نه بلكې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو خبره كوو۔ده ووئيل د چين شراكتدارۍ سره چين۔ پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه ځينې پروژې پېل شوي۔دې پروژې سره به پاكستان لپاره د چين او مينځني آسيائي هېوادونو لارې پرانستلې شي۔ده ووئيل د جولائي ټول ټاكنو كښې به اولس له پريكړه كول وي چې هغوي د شرافت٬خذمت٬امانت او پرمختګ سياست غواړي۔د 2013 په مقابله كښې د نن پاكستان په هر لحاظ بهتر دې٬مونږ په خپل دور كښې د پاكستان پرمختګ له په زړه پورې كار كړی٬اولس به ټول ټاكنو كښې يو ځل بيا زمونږ په حق كښې پريكړه كوي۔ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)د شرافت سياست كړی٬مونږ د چا عزت ته زيان نه دې رسولې٬مونږ ووټ له د عزت وركولو خبره كړی۔ده ووئيل په فاټا كښې د پخوانې مودې راهيسې يو نظام موجود وو٬د فاټا څخه د دغه نظام د ختمولو كرېډېټ مسلم ليګ(ن) ته ترلاسه دې٬د فاټا اولس ته په حقيقي معنو كښې آزادي ترلاسه شوې۔ده ووئيل مونږ چې په تېرو ټول ټاكنو كښې كومې وعدې كړي د هغې څخه مو زيات كار كړی٬مونږ په بې بنسټھ ادعاګانو باور نه لرو۔ده ووئيل ټوبه ټېك سنګ كښې به مېډيكل كالج جوړولې شي٬رجانه له به د ټاؤن كمېټۍ درجه وركولې شي دغسې د رجانه روغتون اپ ګرېډ كولو سره به تحصيل هېډكوارټر جوړولې شي۔ده ووئيل په ټاكنو كښې به آخري پريكړه اولس كوي د اولس پريكړه به په هر حالت كښې قبلولې شي څنګه چې اولس په تېرو ټاكنو كښې مسلم ليګ(ن)كامياب كړی وو هغسې پھ راروانو ټول ټاكنو كښې به هم د پاكستان اولس مسلم ليګ(ن)كاروي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں