اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن به ﴿نن﴾ د ګل په ماښام د تاجكستان پايه تخت دوشنبې ته ځي٬ هغه به د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جون د 20 نېټې د جون تر 21مه نېټه د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي٬ د دې كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے۔ اولس مشر به د تاجكستان اولس مشر سره په ملاقات كښې په بېلا بېلو څانګو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان څلور ورځنې سركاري دورې په مهال په كنفرنس كښې د ګډون كولو نه علاوه د مېنځنې اسيائي هېوادونو سره د پاكستان د ورورولې اړيكې لا ټېنګولو لپاره د تاجكستان ??شر??ابه سره مذاكرات كوي۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې اولس مشر ممنون حسېن او اولس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې د دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليون?? ډالر دے۔ دواړه ??شر??ن به تجارتي حجم 500 مليون?? ډالرو ته په رسولو هم غو?? كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان خپل?? وړومبې دورې په مهال د تاجكستان وزيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ اولس مشر دا دوره د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانو په بلنه كوي۔