په پاكستان كښې مېډيا پھ بشپړه توګه خپلواكه ده٬ځكه چې د جمهوريت استحكام لپاره د رائے د اظهار آزادي ضروري ده٬

image
APP28-28 ISLAMABAD: June 28 - Minister for IB NH & LH, Syed Ali Zafar, in a meeting with media delegation from Bangladesh. APP

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي په پاكستان كښې مېډيا مكمل آزادي لري٬ځكه چې د جمهوريت استحكام لپاره د رائے د اظهار آزادي ضروري ده٬د نګران حكومت مهمه ذمه واري پاكې٬سپيځلې٬آزادې٬بې پرې او په وخت ټول ټاكنې كول دي او دې لپاره پوخ عزم لري٬ټولو سياسي ګوندونو ته منشور وړاندې كولو لپاره رياستي مېډيا مساوي كورېج وركوي۔ده دا خبرې د بنګله دېشي مېډيا پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د زيارت په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔وفاقي وزير ووئيل مېډيا د اولس د خوښۍ چارې په آزادۍ سره وړاندې كوي او په نتيجه كښې يې په اولس كښې شعور پیدا كېږي۔ده ووئيل د پيمرا خپلواكه ريګوليټري باډي جوړولو لپاره حكومت پيمرا آرډيننس كښې بدلون كړې۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د بنګله دېش په پرمختګ فخر كوي۔ده ووئيل دواړو هېوادونو ته به د اولس خېرښېګړې او خوشحالۍ لپاره خپلو اړيكو ته پراختيا وركولو ته پام كول وي۔د پلاوي مشر تشرف علي په پاكستان كښې د آزادۍ مېډيا ستائنه كولو سره ووئيل آزاده مېډيا د كومې ټولنې پرمختګ لپاره ډېره مهمه وي٬په پاكستان او بنګله دېش كښې ډېر څيزونه يو ډول دي۔ده ووئيل د پاكستان اولس د بنګله دېش وروڼو سره ډېره مينه لري۔د ملاقات په مهال د پلاوي نور غړي او د اطلاعات او خپرونو وزارت ايډېشنل سېكتر شفقت جليل او د وزارت نور چارواكي هم موجود وو۔)م ع/ض ض/وس/2128)

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں