د ټولټاكنو په مهال د امنيت سخت انتظامات ٬ صوبه كښې د 77 زره پوليس اهلكارو سره د اېف سي او د پاك پوځ ځوانان هم په ځائې كړې شوي

image

پېښور ۔25 جولائی (اے پی پی) د صوبائي سرښار پېښور په شمول خېبر پختونخوا كښې د پولنګ په مهال د امنيت سخت انتظامات شوي دې ٬ دېمقصد لپاره د 77 زره پوليس اهلكارو سره سره د اېف سي او پاك پوځ ځوانان هم په ځائې كړې شوي۔ په پولنګ سټېشنونو په ځائې كړې شوي اهلكار د ووټرانو تلاشي اخلي او پولنګ سټېشن ته د كوم ډول وسلې او موبائل فون په وړولو بندېز لګولې شوې۔ دغسې په ځينې سيمو كښې د ميډيا نمائندګانو ته د كېمرې ځان سره وړولو اجازه هم نشته۔ دې سره سره د خفيه كېمرو د لارې هم د ټول صورتحال څارنه كولې شي۔ په پېښور ښار كښې د الېكشن ورځې لپاره د 8 زره پولیس اهلکارو او افسرانو ډيوټي لګولې شوې۔ په ښار كښې 22موبائل یونټ د بېلو پولنګ سټېشنونو چار چاپېره خپله ډيوټي كوي۔ د سنټرل کمانډ اینډ کنټرول روم د لارې د كمېرو په مرسته د الېكشن په مهال د امنيت څارنه كولې شي۔ ښار كښې د بي ډي يو 12 ډلې جوړې كړې شوي دي

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں