بوټي نال كول د موسمیاتي بدلون د منفي آغېز مخنيوي ذريعه ده۔ محمد یوسف شېخ اسلام آباد كښې د شجركارۍ پرانستې په موقع خبرې

image
APP02-09 ISLAMABAD: August 09 – Federal Minister for Climate Change, Muhammad Yusuf Shaikh inaugurates Monsoon Tree Plantation Drive 2018. APP

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) اسلام آباد كښې د ګرين پاكستان پروګرام له مخې د پشكال شجركارۍ كمپائن پېل كړې شوې۔ د موسمياتي بدلون لنډ مهاله وفاقي وزير محمد یوسف شېخ د بوټې په نال كولو د شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې پاکستان كښې د ځنګلونو زمكه 5.01 فيصده ده كومه چې ډېره كمه ده۔ ده ووئيل بوټي نال كول د موسمیاتي بدلون منفي آغېز د مخنيوي ذريعه ده۔ ده ووئيل د ګرين پاكستان پروګرام له مخې بېلين ټري پراجېكټ له مخې په قامي او صوبائي كچه د ځنګلاتو بحالۍ پاره يو شمير ګامونه پورته كړې شوې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې اوس لا كوټلې هڅو كولو ته اړتيا ده دغسې چې د زياتې شجركارۍ د لارې ځنګلاتو ته وده وركړې شې او نننې اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل حكومت د پشكال موسم كښې د 47.14 مېليونه بوټو نال كولو هدف ټاكلې دے او مونږ له به نوې بوټي نال كولو سره د دې حفاظت ته پاملرنه پكار ده

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں