اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د سترې محكمې ستر قاضي جسټس میاں ثا??ب نثار وئيلي دي زه لكه د خپلو وروڼو خوئ??ند?? غوندې نرښځيو سره مېنه لرم او نرښځيو له باور وركوم چې عدالت به د دوي د حقونو تحفظ كوي ۔ جسټس ثا??ب نثار دا خبره د زيارت په ورځ د نرښځيو حقونو او خېر ښګړې په سرخط وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ستر قاضي ووئيل نرښځي هم زمونږ وروڼه خوئېندې دي او د دوي محرومي د لوي څښتن له اړخه ده خو افس??س چې زمونږ رويه دوي سره مناسب نه ده چې ورسره د دوي محرومي لا زياتېږي۔ چیف جسټس ووئيل نرښځي چې كله وزږېږي نو د خپل كور نه لرې كړې شي او په سوب ئې دوي ته په ذريعه معاش كښې ستونزې رامخې شي۔ ده ووئيل مونږ به د نرښځيو د حقونو بشپړه تحفظ سره د دوي د احترام پحقله د شعور بېدارولو كمپائن چلوٶ دغسې چې په ټولنه كښې د دوي پحقله شعور رابېدار شي۔