نوجوت سنګھ سدھو د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته راورسېدو

image

لاهور۔17 اګست(اے پي پي) د هند د كركټ پخوانې لوبغاړې او د پارلمان غړي نوجوت سنګھ سدھو د تحريك انصاف مشر عمران خان په بلنه د جمعې په ورځ د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلې٬ چرته چې د ھغه تود هركلے شوې٬ سدهو له عمران خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړې وه كومه چې ھغه قبوله كړې وه اوپه خاص توګه پاكستان ته رارسېدلې٬ ھغه به (نن) د اګست په اتلسمه نيټه اسلام آباد د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كوي او د ھغه عمران خان سره يو په يو د ملاقات هم امكان دے او ھغه به بيا په نورلسم اګست بېرته لاهور ته رارسي او د دې نه پس به هند ته ځي۔ په واهګه بارډر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ما عمران خان لپاره شال او نېكي هيلې رواړې دي۔ ده ووئيل عمران خان چې ما له كوم عزت او د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه راكړې زه په ھغې د ھغه مننه كوم۔ ده هيله ولرله چې د عمران خان په مشرۍ كښې به پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ منازل ترسره كړي او د پاكستان او هند اړيكې به ښې شي۔ سدھو ووئيل عمران خان كروړونو په شمېر د اولس په زړه كښې اوسېږي٬ د سياست مدار په توګه نه بلكې د يو ملګري په حېث پاكستان ته راغلې يم٬ د لوبغاړ هسې هم كار زړونه روغول وي۔ د يادونې وړ ده چې نوجوت سنګه سدھو ته د پاكستان د دوه اوونيو ويزا جاري كړې شوې دي او عمران خان د كركټ پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسکر او کپل ديو له هم بلنه وركړې وه خو ھغوي د خپلو مصروفياتو په سوب پاكستان ته راتګ څخه معذرت كړې ٶ۔

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں