اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هند ته د كشمير پشمول په ټولو شخړو د خبرو كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې يو بل ??ره تجارت پېل كول د غربت د خاتمې غوره ذريعه ده۔ د نهې په ورځ په خپل ??وي?? كښې وزيراعظم عمران خان د هندي كركټر نجوت سدهو لخوا د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون لپاره پاك??تا?? ته په راتګ مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې نجوت سدهو د امن پېغام راوړنكې جوړېد سره راغلې و كوم ته چې د پاك??تا?? اولس ډېره مينه او محبت وركړے دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په هند كښې په سدهو نيوكې كوونكو په نيمه وچه كښې امن ته لوي زيان رسولې۔ ده ووئيل چې مخ په وړاندې تګ لپاره به هند او پاك??تا?? ته مذاكرات كول وي او د كشمير پشمول د ټولو شخړو حل به راويستل وي۔ د غربت خاتمې او د نيمې وچې د اولس د ژوند ښه كولو تر ټولو اسانه نسخه دا ده چې د خبرو د لارې شخړې حل كړې شي او يو بل ??ره تجارت پېل كړے شي۔