حكومت دې د فنانشنل ايكشن ټاسك فورس پھ معامله پارلمان باور كښې واخلي

image

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي معيشت په چندو٬سياست په سپكو تورو او حكومت په جادو سره نه چلېږي٬پرمختيائي بجټ كښې كټوتي شوې٬د كركيلې پرمختګ له كوم اقدامات نه دي شوې٬د 1991 لوظ نامې ترمخه صوبو له د هغوي حقونه نه وركړې كېږي٬حكومت دې د فنانشنل ايكشن ټاسك فورس پھ معامله پارلمان باور كښې واخلي٬د جمهوريت لپاره د مېډيا آزادۍ ته اړتيا ده٬فنانس بل كښې د اولس لپاره څه هم نشته٬د حكومتي اقداماتو سره د عامو وګړو پشمول د تحريك انصاف هغه ووټران هم مايوسه شوي چا چې د نوي پاكستان په لوظ ووټ وركړې و۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ضمني فنانس بل بحث كښې برخه اخستلو سره بلاول بهټو زرداري ووئيل شهيدې بېنظيربهټو د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ترمخه اولس له آسانۍ وركړي٬ټوله نړۍ كښې حكومتونه هم په دغه ډول خپلو وګړو له آسانۍوركوي٬ده ووئيل كله چې په 2008 كښې پيپلز ګوند حكومت سنبهال كړو نو هېواد د ترهه ګرۍ سره مخ و٬په نړۍ كښې اقتصادي بحران و٬هغه وخت په نړيواله منډۍ كښې د تېلو يو بېرل په 127 ډالر و خو سره د دې مونږ نه يوازې اولس له آسانيو وركولو له اقدامات كړي بلكې صوبو له مو د هغوي جائز او منصفانه حق هم وركړې۔ده ووئيل د بلوچستان محرومۍ لرې كولو له مونږ آغاز حقوق بلوچستان پېكج پېل كړې دغسې بېنظيرانكم سپورټ پروګرام هم مونږ پیل كړې و۔ده ووئيل مونږ د نوي پاكستان د بجټ څخه هيله لرلې ٬د ټاكنو څخه وړاندې قوم سره د 100 ورځو پلان لوظ شوې و٬ د 1 كروړ نوكرو وركولو خبره شوې

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں