د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د اردن باچا عبداﷲ بن الحسېن سره وليدل

image
APP38-02 JORDON: October 02 - Chief of Army Staff (COAS), General Qamar Javed Bajwa called on His Majesty King Abdullah II Ibn Al Hussain. APP

پېنډۍ 02 اکتوبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه په درې ورځنۍ دوره اردن ته رسېدلې ٬ جنرال قمر جاوېد باجوہ د اردن باچا عبداﷲ بن الحسېن سره ليدلي او منطقه كښې د امنيتي وضعې او په دوه اړخيزه مرسته ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې باچا عبدالله حسېن ٬ په امنيت٬ دفاع ٬ پېداوار ٬ تعليم او سرمايه كارۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو د خواهش څرګندونه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر باور وركړو چې پاكستان اردن لپاره د قدر وړ جذبات لري او د هر ډول مثبت اقدام به هركلے كوي۔ باچاعبداﷲ بن الحسېن په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د فاع او امنيت پحقله د اړيكو په بهترۍ كښې د خدماتو په اعتراف ” آرډر آف ملټري مېرټ” مېډال هم وركړو۔ د دې نه وړاندې د پوځ سرلښكر د اردن د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد عبدالحلیم سره هم ملاقات وكړو او ورته ئې د په دفاعي اړيكو ٬ تربيې او د شريكو مشقونو پحقله د مرستې وړاندې وركړو۔ د اردون جوائنټ چيفس آف سټاف د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه مننه كولو سره ووئيل چې اردن پاكستان خپل بهروسه مند شراكت دار ګڼي او او مونږ د دې اړيكو له پراختيا لپاره چمتو يو۔ د دواړو هېوادونو لخوا د امن او استحكام بهترۍ لپاره د شويو هلو ځلو او ستراتېژك په اړه د دواړو هېوادونو ترمېنځه په همكارۍ هم د اطمينان څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں