اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار آ??ریدی وئيلي دي قامي سلامتيا او امن ته حكومت پام لرله كوي۔ پاكستان كښی د هزاريه پرمختيائي اهدافو ترلاسه كولو له ووكېشنل او ټيكنيكل ټرېننګ زيات مهم دے۔ د داخله وزارت ټولې څانګې به په دې لړ كښې هرډول ممكنه مرسته كوي۔ ناپوهۍ ٬ نااهلۍ او ذاتي ګټې مونږ د وسائلو د نړۍ محتاجه كړې يؤ۔ زمونږ هره يوه خبره په پاكستان پېل كېږي او هم په پاكستان ختمېږي۔ نړۍ سره د دوه اړخيزه احترام په ب??ياد د همكار په حېث وړاندې تلل غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د غېر سركاري تنظيم’’مسلم هېنډز‘‘ ترسېوري لاندې د ووکېشنل اېنډ ټیکنیکل ټرېننګ په سرخط سيمينار ته وكړه۔ ده ووئيل په سيمينار كښې ګډون كوؤنكو چې د تكنيكي تعليم او ووكېشنل ټرېننګ په اړه څه وئيلي دي هغه د وخت مهم ضرورت دے۔ د المان او چين په شمول نورو هېوادونو چې كوم پرمختګ كړې مونږ له ب?? هغوي ته كتل وي چې دا پرمختګ څنګه شوې۔ ده ووئيل پرائمرۍ څخه تر لوړو زده كړو اهميت په خپل ځائې ولې د زلمو زيات نه زيات هنرمنده جوړولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل كوم قام به چې افيوم خوړل نن د نړۍ ټول معيشتونه د هغوې محتاجه ده۔دغسې المان په اولني او دوهم لوئې جنګ كښې سترې تباهۍ سره مخ شوې ؤ ولې نن د هغوې پرمختګ ټوله نړۍ ګوته په خله كړې۔ دوهم وزير ووئېل دغسې د ملائيشيا مث??ل هم وركړې كېدې شي۔ شهريار آ??ريدي ووئيل د داخله وز??ت د انتظام لاندې 18 ادارې راځي۔ مونږ په دې خبره زور راوړو چې د دې ادارو د كار استعداد زيات كړې شي۔ ده ووئيل زما ايمان دے چې هر څه لوئې څښتن كوي او د دې ايمان په ب??ياد دا وايم چې مونږ به هېواد د قرض څخه خلاصوو۔ رياستي ادارو ته ب?? آزادي وركوؤ او په نړۍ كښې به د پاكستانو وګړو احترام په ځائې كوؤ۔ ولې چې تر كو??ه پاكستانيانو ته عزت ترلاسه نه شي پاكستان به مخ په وړاندې لاړ نه شي۔۔ ده ووئيل د هېواد د ودانۍ 50 فيصده برخه د ځوانانو ده چې عمرونه ئې 35 كلونو نه كم دي۔مونږ له ب?? د خپل زلمي كول صلاحيتونه ضائع كول نه ب??كې د دغې نه استفاده كول وي۔ شهريار اپرېدې ووئيل د صنفي امتياز ختمولو او د زلمي كول د كار استعداد زياتولو او نړۍ څخه بې وسي ختمولو له غېر سركاري او نړيوالو تنظيمونو سره په ګډه كار كول غواړو او په دې لړ كښې مونږ د دغې تنظيمونو